اسلام آباد( ویب ډیسک) د پاکستان ویمن کرکټ لوبډلې زمبابوې ویمن ته په درېیم یو ورځني مېچ کښې د 9 وکټو په ستر توپیر ماتې ورکړه او درې مېچیزه سیریز یې کلین سوئپ کړ۔ په کراچۍ کښې ترسره شوي وروستي مېچ کښې زمبابوې 222 منډې جوړې کړې، چې پکښې بي لووډ بزا 73 او کیلس 51 منډې وکړې۔ د پاکستان له خوا تسمیه رباب درې، عایشه ظفر او عروب شاه دوه، دوه لوبغاړې وسوځولې۔ په ځواب کښې ګل فیروزه او صدف شمس د 220 منډو شانداره ملګرتیا وکړه۔ ګل فیروزه 106 ناسوځېدلې او صدف شمس 90 منډې وکړې، په داسې حال کښې منیبه علي 4 منډې سره ناټ آوټ پاتې شوه۔ پاکستان ویمن د درې واړو مېچونو ګټلو سره ټرافي په خپل نوم کړه۔
