ډهاکه (نوې ژوند) د پاکستان د ملي کرکټ لوبډلې بيټر اذان اويس په خپل لومړي ټېسټ مېچ کې سنچري ترسره کړه او د دې کارنامې له مخې د هغو ۱۴ پاکستاني لوبغاړو په لېست کې شامل شو چې په ډيبيو ټېسټ کې يې سنچري وهلې ده۔اذان اويس په خپل ډيبيو کې يادګار توپ وهنه وکړه او په ۱۵۳ توپونو يې د ۱۴ څلوریزو په مرسته سنچري پوره کړه، او وروسته په ۱۰۳ رنزونو آؤټ شو۔له ده وړاندې ۱۳ پاکستاني لوبغاړو دا کارنامه ترسره کړې ده، چې پکې خالد عبادالله (1964)، جاوېد میانداد (1976)، سلیم ملک (1982)، محمد وسیم (1996)، اظہر محمود (1997)، علي نقوي (1997)، یونس خان (2000)، توفیق عمر (2001)، یاسر حمید (2003)، فواد عالم (2009)، عمر اکمل (2009)، عابد علي (2019) او کامران غلام (2024) شامل دي۔
