اسلام آباد (نوې ژوند پښتو کوټه) نړیوال مالي صندوق (آی ایم ایف) له پاکستانه غوښتنه کړې چې د رئیل اسټېټ په سکتور کې د مشکوکو مالي معاملو څارنه نوره هم سخته کړي او د منی لانډرنګ مخنیوي لپاره دې اغېزمن ګامونه پورته کړي. د سرچینو له مخې آی ایم ایف اندېښنه ښودلې چې په پاکستان کې د ټیکس غلا او غیرقانوني پیسې زیاتره د جایدادونو په کاروبار کې استعمالېږي، خو د مشکوکو ټرانزیکشن رپورټونو شمېر ډېر کم دی. راپور کې ویل شوي چې د ایف بي آر او نورو ادارو له خوا د رئیل اسټېټ ځینې لویو سوسایټیو باندې د پلټنو او چاپو لړۍ هم روانه ده. آی ایم ایف ټینګار کړی چې د اصل مالکانو معلومات دې شفاف شي، د تجارتي منی لانډرنګ مخنیوی دې وشي او اړوند ادارې دې د رپورټنګ نوي نظام سره لازمي رجسټر شي، څو د غیرقانوني سرمایې مخه ونیول شي۔
