پاکستان ۱۲ مئی ۲۰۲۶

اسلام‌آباد: حکومت او اپوزیشن اړیکې، وزیراعظم د محمود خان اڅکزي سره د مذاکراتو بلنه ورکړه

اسلام‌آباد (ویب‌سایټ) — حکومت یو ځل بیا اپوزیشن ته د مذاکراتو بلنه ورکړې ده.سرچینو ویلي چې وزیراعظم د اپوزیشن لیډر محمود خان اڅکزي ته د ملاقات پیغام استولی او هغه ته یې په وزیراعظم هاوس یا دفتر کې د لیدنې بلنه ورکړې ده.خو محمود خان اڅکزي د وزیراعظم دفتر یا کور کې له ملاقات څخه معذرت کړی او ویلي یې دي چې غواړي ملاقات په بې‌طرفه ځای کې ترسره شي.سرچینې وایي چې په لومړي پړاو کې محمود خان اڅکزي د رانا ثناالله په کور کې د ملاقات لپاره آمادګي ښودلې ده.د راپور له مخې، د حکومت او اپوزیشن ترمنځ دا اړیکې تېرې اوونۍ هم روانې وې او په دې ملاقات کې به د سیاسي وضعیت ترڅنګ د چیف الیکشن کمشنر او نورو غړو د ټاکنې په اړه هم خبرې وشي.