پاکستان ۱۲ مئی ۲۰۲۶

اسلام‌آباد: د بنو پر پولیس سټیشن برید، د سینیټ چیئرمین غندنه

اسلام‌آباد (ویب‌سایټ) — د سینیټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني د بنو ضلعې په فتح خېل پولیس سټیشن د ترهګریز برید سخت غندنه کړې ده، چې پکې پولیس اهلکار شهیدان شوي دي.هغه ویلي چې د هېواد د امنیتي ځواکونو قربانۍ به هېڅکله هېرې نه شي.چیئرمین سینیټ د شهیدانو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د زخمیانو د ژر روغتیا لپاره یې دعا کړې ده.هغه ویلي چې دا ډول بزدلانه بریدونه د ترهګرۍ پر ضد د ملت عزم نه شي کمزوری کولی.نوموړي ټینګار کړی چې ټول هېواد د امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دی او د ترهګرۍ پر ضد جګړه به تر پای ته رسېدو جاري وي۔