پاکستان ۱۲ مئی ۲۰۲۶

اسلام‌آباد: مونږ به د ګراني پر ضد د احتجاج لپاره مجبوراً پورته کېږو، محمود خان اڅکزی

اسلام‌آباد (ویب‌سایټ) — د قومي اسمبلۍ اپوزېشن مشر محمود خان اڅکزي ویلي دي چې که د ګراني پر ضد اقدامات ونه شي نو دوی به مجبورا د احتجاج لاره خپله کړي.هغه د قومي اسمبلۍ په غونډه کې د وینا پر مهال غوښتنه وکړه چې په پارلمان کې دې د ګراني، بهرني سیاست او ترهګرۍ په اړه تفصیلي بحث وشي.محمود خان اڅکزي وویل چې دوی د ولس د رایو له لارې پارلمان ته راغلي او د خلکو زیاتره برخه د غربت له کرښې لاندې ژوند کوي.هغه زیاته کړه چې که د پارلمان فضا سړه وساتل شي نو همکاري به وشي، خو که حالات خراب وساتل شي نو “دما دم مست قلندر” به جوړ شي.هغه دا هم وویل چې که د سیاسي بنديانو سره ملاقاتونو ته اجازه ورنه کړل شي نو بیا دا شکایت مه کوئ چې پارلمان په سمه توګه نه چلېږي.