کوټه (نوې ژوند پښتو کوټه) د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ سېکرټرېټ د امنيتي، انتظامي او عملياتي وجوهاتو له امله د ميډيا نمائندګانو لپاره نوي ضابطه اخلاق يا ايس او پيز جاري کړي دي چې سمدستي نافذ العمل ګرځول شوي دي۔ د اسمبلۍ سېکرټري طاهر شاه کاکړ لخوا جاري شوي سرکلر کې ويل شوي چې د شيشه ګېټ مخې ته کار پورټ سيمه کې به د ميډيا کسانو درېدل مکمل بند وي، او د وي وي آئي پي مين داخلي دروازې سره به يو ځانګړی عارضي شيډ او پوډيم جوړېږي، چرته چې به وزيراعلی، وزيران، د اسمبلۍ غړي او سرکاري ترجمانان له ميډيا سره خبرې کوي۔ نوي ضوابطو له مخې ميډيا ته يوازې د مخصوص شيډ، ميډيا سيل او پريس ګيلرۍ پورې د تګ اجازت ورکړل شوی، او وي وي آئي پي ګېټ به يوازې د وزيراعلی او مجاز عملې لپاره ځانګړی وي۔ اسمبلۍ سېکرټرېټ له ميډيا غوښتنه کړې چې د امنيتي او انتظامي چارو لپاره دې له نويو هداياتو سره بشپړه همکاري وکړي۔
