اسلام آباد (نوې ژوند پښتو کوټه) — د تبادلیب یو تازه راپور خبرداری ورکړی چې په پاکستان کې د بهرنیو پرمختیایي مرستو کمېدو له امله د روغتیا مهم پروګرامونه له بندېدو سره مخ دي، راپور وایي چې د امریکا د مرستې بندېدو له امله له ۶۰ څخه زیات روغتیايي مرکزونه تړل شوي او شاوخوا ۱۷ لکه خلک اغېزمن شوي دي، همدارنګه د ګلوبل فنډ د بودیجې کمښت د ټي بي او ایچ آی وي د څارنې نظام نیمګړی کړی، راپور زیاتوي چې د واکسین، درملو، تشخیصي وسایلو او سپلای چین په برخه کې جدي ستونزې رامنځته شوي دي، کارپوهان وايي چې د پاکستان د روغتیايي لګښت کچه د نړیوال معیار څخه ډېره کمه ده او که بدیل نظام جوړ نه شي نو بحران به نور هم ژور شي، راپور کې وړاندیز شوی چې د روغتیايي مالیاتو قوي نظام، د ملي فنډ جوړول او د روغتیايي پروګرامونو اصلاحات دې ژر تر ژره عملي شي.
