پاکستان ۱۲ مئی ۲۰۲۶

د کابینې غونډه کې د ولسي ګټو مهمې پرېکړې شوې دي، عظمیٰ بخاري

لاهور (نوې ژوند پښتو کوټه) د پنجاب د اطلاعاتو صوبایي وزیرې عظمیٰ بخاري ویلي دي چې د پنجاب کابینې په وروستۍ غونډه کې د ولس د هوساینې لپاره مهمې پرېکړې شوې دي او وزیراعلیٰ مریم نواز هره غونډه کې د عامو خلکو خیر ښېګړه لومړیتوب ګرځوي. هغې ویلي چې پنجاب حکومت د خپلې انشورنس کمپنۍ د جوړولو منظوري ورکړې چې له مخې به یې سرکاري ملازمین او عام خلک د بیمې اسانتیاوې ترلاسه کوي. هغې زیاته کړه چې د کچې سیمو د پرمختګ لپاره 23 اربه روپۍ ځانګړې شوې دي او “خپل کروند، خپل روزګار” سکیم کې به د کچې اوسېدونکو ته ځانګړې ترجیح ورکول کېږي. عظمیٰ بخاري وویل چې تر دې دمه د سکیم لپاره تر دوو لکو زیات درخواستونه ترلاسه شوي او 30 زره لاټونه هم په ګوته شوي دي. هغې دا هم ویلي چې پنجاب حکومت د اقلیتي کارډ فنډونو زیاتولو منظوري هم ورکړې او ټولې پروژې د ولسي ګټو په نظر کې نیولو سره په چټکۍ بشپړېږي.