اسلام آباد (نوې ژوند پښتو کوټه) — د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي نیشنل پولیس اکیډمي ته د سفر پر مهال د بېلابېلو تعمیراتي پروژو او روزنیزو اسانتیاوو جاج واخیست، هغه د څو منزله هاسټل د جوړولو کار وکوت او د ماډل روم د لا ښه کولو لارښوونه یې وکړه، نوموړي د ایلیټ پولیس ټرېننګ سکول د ۳۱ مې می پورې د بشپړېدو هدف وټاکه او ویې ویل چې سږ کال به د افسرانو ځانګړې روزنه په ملي اکیډمي کې ترسره کېږي، همدارنګه یې د سولر سیسټم، نوو کلاسونو، ډرون او نایټ ویژن په ګډون د عصري روزنې، د جرم صحنې لابراتوارونو، ډرایونګ سکول او سپورټس کمپلیکس د جوړولو او اپ ګریډ کولو هدایات هم ورکړل.
