اسلام آباد (نوې ژوند پښتو کوټه) — د سینیټ ډپټي چیئرمین سیدال خان ناصر ویلي چې د یو ولسي استازي په توګه یې تل د خلکو د ستونزو د حل پر اصل تګلاره باور ساتلی او له لومړۍ ورځې د سیاست څخه تر اوسه پورې یې د ګراونډ لیول د کارکوونکي په توګه خدمت کړی، نوموړي په اسلام آباد کې د بلوچستان فورم آف انوائرمنټل جرنلسټس له یو خبریال پلاوي سره د لیدنې پر مهال وویل چې د بلوچستان د خلکو ستونزې یوازې د ګډو هڅو له لارې حل کېدای شي، هغه زیاته کړه چې د خلکو باور د هغه لپاره لوی امانت دی او هڅه کوي چې د تعلیم، روغتیا، روزګار او اسانتیاوو په برخو کې د بلوچستان د ولس غږ په ایوان بالا کې پورته کړي او د خلکو لپاره یې دفتر تل پرانیستی ساتلی دی.
