لکي مروت (نوې ژوند پښتو کوټه) د لکي مروت سرای نورنګ بازار په پھاټک سیمه کې په زوروره چاودنه کې د دوو ټرافیک پولیس اهلکارو په ګډون ۸ کسان شهیدان او ګڼ نور ژوبل شوي دي. د پولیسو د لومړنیو معلوماتو له مخې چاودېدونکي توکي په موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو. ژوبل او مړي تحصیل هیډکوارټر هسپتال سرای نورنګ ته منتقل کړل شوي دي. ریسکیو چارواکو ویلي چې په شهیدانو کې یوه ښځه هم شامله ده چې هسپتال کې یې ساه ورکړه. بل لور ته د بنو فتح خېل سیمه کې نامعلومو کسانو د بارودي موادو په وسیله یو پل هم الوځولی دی، خو ځاني زیان نه دی اوښتی. وزیراعظم شهباز شریف، ګورنر خیبر پښتونخوا فیصل کریم کنډي او وزیراعلیٰ سهیل آفریدي د پېښې غندنه کړې او ویلي یې دي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه به دوام لري. امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د لټون عملیات یې پیل کړي دي.
