پاکستان ۱۲ مئی ۲۰۲۶

وزیراعظم د امن او امان د ټینګښت لپاره په ټولو ادارو کې د کرپشن پر ضد د سختې پالیسۍ لارښوونه وکړه

اسلام آباد (نوې ژوند پښتو کوټه) — وزیراعظم شهباز شریف د امن او امان د وضعیت او د کورنیو چارو وزارت د چارو په اړه په یوه مهمه غونډه کې د قانون نافذونکو ادارو کې د کرپشن پر وړاندې د صفر زغم پالیسۍ د سخت عملي کولو لارښوونه کړې، هغه وویل چې د ولس د مال او ځان ساتنه د حکومت لومړیتوب دی او د دې لپاره ټول وسایل کارول کېږي، وزیراعظم امر وکړ چې د ایف آی اې په ګډون ټولې ادارې دې پر میرټ د نوو کسانو ګمارنه وکړي او د امنیتي ادارو لپاره دې عصري وسایل او روزنه برابره شي، په غونډه کې د اسلام آباد د نوې زندان د فعالېدو، د ادارو د کارکردګۍ او د داخلي امنیت د لا ښه والي پر موضوعاتو هم بحث وشو.