اسلام آباد (نوې ژوند پښتو کوټه) — د پاکستان د تجارت فدرالي وزیر جام کمال خان او د ترکمنستان سفیر عطاجان مولاموف ترمنځ په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت، انرژۍ او سیمهییزو اړیکو د پراختیا پر موضوع تفصیلي خبرې وشوې، دواړو لورو د اقتصادي او تجارتي همکارۍ د زیاتولو پر اړتیا ټینګار وکړ، جام کمال خان وویل چې پاکستان د مرکزي اسیا لپاره طبیعي تجارتي دروازه ده او د هېواد بندرونه کولی شي سیمه له نړیوالو بازارونو سره ونښلوي، په غونډه کې د کاروباري فورمونو، نندارتونونو او د چیمبر آف کامرس اړیکو د پیاوړتیا پرېکړه هم وشوه، او دواړو خواوو د لاجسټکس او انرژۍ په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
