کوټه (نوې ژوند پښتو کوټه) — په کوټه پریس کلب کې د پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن له لوري د بابا افغان عبدالرحیم خان مندوخېل د فکري، سیاسي او قومي خدمتونو په اړه یو مهم سیمینار ترسره شو چې پکې د سیاسي او فکري شخصیتونو، زدهکوونکو او فعالانو پراخه ګډون وکړ، په غونډه کې ویناوالو وویل چې عبدالرحیم خان مندوخېل د پښتون قومي تحریک لپاره نوې فکري لارښود او تنظیمي بنسټونه جوړ کړي وو او د هغه نظریات د نن ورځې لپاره هم د لارښود حیثیت لري، ویناوالو ټینګار وکړ چې ځوان نسل باید د هغه له افکارو څخه زده کړه وکړي تر څو یو منظم، پوه او پرمختللی ټولنه رامنځته شي، په سیمینار کې د قومي تحریک د پیاوړتیا او د ځوانانو د سیاسي روزنې پر اهمیت هم ټینګار وشو.
