بارخان (وېب نيوز نوې ژوند کوټه) د پاک پوځ او فرنټير کور بلوچستان ځواکونو د بارکان ضلعې نوشم سيمه کې د کلئيرنس عملياتو پر مهال د هند ملاتړو فتنه الهندوستان اووه ترهګر وژلي دي.د پوځ د عامه اړيکو ادارې آئي اېس پي آر له مخې، د سختې نښتې پر مهال د پوځ يو فيلډ افسر په ګډون پنځه امنيتي سرتېري شهيدان شوي دي. په شهيدانو کې مېجر توصيف احمد بټي، نايک فدا حسين او سپاهي ذاکر حسين شامل دي.آئي اېس پي آر ويلي چې د وژل شويو ترهګرو له ولکې څخه وسله، بارودي مواد او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي. بيان زياتوي چې امنيتي ځواکونه به د بهرنۍ ملاتړ لرونکې ترهګرۍ د بشپړ خاتمې لپاره خپلو عملياتو ته دوام ورکړي.
