کوټه (وېب نيوز نوې ژوند کوټه) د آل پاکستان ريجنل نيوز پيپرز سوسائټۍ بنسټ ايښودونکي مشر غلام مرتضیٰ جټ د بلوچستان حکومت له لوري د اشتہاراتو په اړه شوې پرېکړه د صحافت د آزادۍ خلاف بللې او غوښتنه يې کړې چې دغه پرېکړه دې سمدستي بېرته واخيستل شي.هغه د بلوچستان پرنټ ميډيا له مشر سيد انور شاه سره په ټيليفوني خبرو کې وويل چې پرنټ ميډيا له وړاندې نه له مالي ستونزو سره مخ ده او د حکومت دغه اقدام به د سيمه ييزو اخبارونو او صحافتي ادارو ستونزې نورې هم زياتې کړي.غلام مرتضیٰ جټ وويل چې دا يوازې د بلوچستان د صحافت مسئله نه ده، بلکې د ټول هېواد د پرنټ ميډيا ګډه مسئله ده او د بيان د آزادۍ د خونديتوب لپاره به ګډه مبارزه روانه ساتل کېږي.
