پاکستان ۱۳ مئی ۲۰۲۶

جام کمال خان او چينايي قونصلر د برېښنايي ټېکنالوجۍ پر همکارۍ خبرې وکړې

اسلام آباد (وېب نيوز نوې ژوند کوټه) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان سره د چين وزير قونصلر يانګ ګوانګ يوان ملاقات کړی دی.په دې ملاقات کې د پاکستان او چين ترمنځ د برېښنايي موټرو، بېټرۍ جوړونې او جديد صنعتي ټېکنالوجۍ په برخو کې د همکارۍ پر پراخولو خبرې وشوې.جام کمال خان وويل چې بلوچستان کې د زيتون، پستې، بادام، کجورو او چلغوزو پراخې اقتصادي موقعې موجودې دي او ځايي او بهرني پانګوال بايد ترې ګټه پورته کړي.هغه زياته کړه چې ګوادر د سيمه ييز تجارت مرکز ګرځول کېږي او د لاجسټکس اسانتياوې هم پراخېږي.