پاکستان ۱۳ مئی ۲۰۲۶

حکومت د ګېس صارفينو لپاره د ۱۴۰ اربه روپو کراس سبسډۍ ختمولو پرېکړه وکړه

اسلام آباد (وېب نيوز نوې ژوند کوټه) حکومت نړيوال مالي صندوق ته ډاډ ورکړی چې د ۲۰۲۷ کال تر جنورۍ پورې به د ګېس صارفينو لپاره د ۱۴۰ اربه روپو کراس سبسډي ختمه کړي.د چارواکو له مخې، له دې وروسته به د ګېس او برېښنا رعايتونه د استعمال پر ځای د صارفينو د عايد پر بنسټ ورکول کېږي او د دې لپاره به د بېنظير انکم سپورټ پروګرام ډيټا کارول کېږي.چارواکي وايي چې اوسنی نظام کې محفوظ صارفينو ته په کم نرخ ګېس ورکول کېږي او د دې بار صنعتونه، سي اين جي سټېشنونه او نور تجارتي صارفين پورته کوي. نوي نظام کې به له ټولو صارفينو څخه يو شان اوسط نرخ اخيستل کېږي، خو کم عايد لرونکو کورنيو ته به مستقيمه مالي مرسته ورکول کېږي.د ماليې وفاقي وزير د له پلاوي سره په ليدنه کې د اقتصادي اصلاحاتو او راتلونکي بجټ په اړه خبرې هم کړې دي .