کوټه (وېب نيوز نوې ژوند کوټه) د بلوچستان د خزانې وزير ير شعيب نوشيرواني ويلي دي چې د صوبې د راتلونکي مالي کال بجټ د تيارۍ په وروستيو پړاوونو کې دی او دا بجټ به سرپلس وي، چې حجم به يې له يو زر اربه روپو څخه زيات وي.هغه له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې د سرکاري ملازمينو د تنخواوو د زياتوالي پرېکړه به د وفاق له لوري د ترلاسه کېدونکو مالي سرچينو له کتلو وروسته کېږي. نوموړي زياته کړه چې په راتلونکي بجټ کې تعليم او روغتيا ته ځانګړې پاملرنه شوې او د نويو سکولونو جوړولو لپاره به زياتې پيسې ځانګړې شي.مير شعيب نوشيرواني وويل چې د يوولسم اين اېف سي ايوارډ لپاره غونډې روانې دي او د بلوچستان غوښتنه دا ده چې د آبادی تر څنګ دې د صوبې پراخه مساحت هم په پام کې ونيول شي، ځکه بلوچستان د زياتو وسايلو اړتيا لري.
