کوټه (وېب نيوز نوې ژوند کوټه) د مسلم ليګ (ن) مشر او د بلوچستان اسمبلۍ غړي زرک مندوخېل ويلي دي چې په خپله حلقه کې د پرمختيايي پروژو او د ولسي ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه نور هم چټک کړل شوي دي.هغه له بېلابېلو وفدونو سره په خبرو کې وويل چې په سيمه کې د سړکونو جوړولو او مرمت، د اوبو او برېښنا رسولو، تعليمي ادارو د ښه والي او د روغتيايي اسانتياوو پر پروژو کار روان دی.زرک مندوخېل اړوندو چارواکو ته هدايت وکړ چې د خلکو ستونزو د فوري حل لپاره دې ټولې موجودې وسيلې وکارول شي. نوموړي زياته کړه چې د حلقې پرمختګ او د ولس هوساينه د هغه لومړيتوب دی.
