مقامی ۱۳ مئی ۲۰۲۶

سوئي کې د بلوچستان لومړنی نړيوال MRCGP پروګرام پيل شو

سوئي (وېب نيوز نوې ژوند کوټه) د انډس هسپتال اينډ هيلتھ نېټ ورک تر انتظام لاندې پبلک ويلفير هسپتال سوئي کې د بلوچستان د لومړي نړيوال MRCGP پروګرام افتتاحي غونډه ترسره شوه، چې د صوبې لپاره يو تاريخي ګام بلل کېږي.دغه پروګرام د دې لپاره پيل شوی چې ډاکټرانو ته د نړيوال معيار مطابق پوسټ ګريجوېټ طبي تعليم او مسلکي روزنه ورکړل شي، څو په بلوچستان کې د روغتيا نظام نور هم پياوړی شي.په غونډه کې ډاکټر شميل، ډاکټر ظفر زېدي او ډاکټر فريده انلاين ګډون وکړ، په داسې حال کې چې د کيمپس مشر ډاکټر مسعود نوشيرواني، کنسلټنټانو، ټرينيز او د ادارې غړو هم ګډون درلود.ويناوالو وويل چې د سوئي په څېر لرې پرتې سيمه کې د دغه نړيوال پروګرام پيل دا ثابتوي چې معیاري طبي تعليم د هېواد لرې پرتو سيمو ته هم رسول کېدای شي. هغوی هيله څرګنده کړه چې دا پروګرام به د بلوچستان ځوانو ډاکټرانو ته نوي تعليمي او مسلکي فرصتونه برابر کړي.