لوبي ۱۳ مئی ۲۰۲۶

هسپانوي فوټبالر د فلسطین له خلکو سره د يووالي څرګندونه وکړه

هسپانيا (وېب نيوز نوې ژوند کوټه) د فوټبال کلب ستوري لامان يمال د لاليګا ټايتل د جشن پر مهال د فلسطين له خلکو سره د يووالي څرګندونه کړې ده.په ټولنيزو رسنيو کې خپرو شويو ويډيوګانو کې ۱۸ کلن يمال د بريا د جشن پر مهال په بس کې د فلسطين بيرغ اوچت کړی ښکاري، چې د مينه‌والو له خوا يې پراخ هرکلی شوی دی.بارسلونا د خپل روايتي سيال ريال ماډريډ ته ۰–۲ ماتې ورکړې وه او د لاليګا ۲۹م ټايتل يې ګټلی و.مداحانو د فوټبالر دا اقدام ستايلی او هغه يې د انساني يووالي ښه پيغام بللی دی.