پاکستان ۱۳ مئی ۲۰۲۶

يوازې د سرفراز بګټي په تلو سره به لويه بدلون رانه شي، مولانا عبدالغفور حيدري

اسلام آباد/کوټه (وېب نيوز نوې ژوند کوټه) د جمعيت علماء اسلام مرکزي جنرل سيکرټري او د قومي اسمبلۍ غړي مولانا عبدالغفور حيدري ويلي دي چې د بلوچستان مسئله سياسي نوعيت لري او حل يې هم يوازې د سياسي لارې ممکن دی.هغه د کوټې له خبريالانو سره خبرو کې وويل چې يوازې دسرفراز بګټي په تلو سره به کومه لويه بدلون رانه شي، بلکې اړتيا ده چې د بلوچستان بنيادي ستونزو ته جدي پاملرنه وشي.مولانا عبدالغفور حيدري وويل که داسې سياسي ګوند واک ته ورسېږي چې د ولس ګټې ورته مهمې وي، نو د بلوچستان حالات ښه کېدای شي. نوموړي د مدرسو پر ضد روانو مبينه سازشونو اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې ديني مدرسې د ولس ادارې دي او د هغوی کردار مشکوک کول د هېواد په ګټه نه دي.