پاکستان ۱۳ مئی ۲۰۲۶

پاکستاني ځوانان د آئي ټي په برخه کې ستر صلاحيت لري، وزيراعظم

اسلام آباد (وېب نيوز نوې ژوند کوټه) د پاکستان وزيراعظم ويلي دي چې پاکستاني ځوانان د آئي ټي په برخه کې زيات صلاحيت لري او بايد له دې وړتيا څخه بشپړه ګټه پورته شي.هغه د آئي ټي وزارت د جاج اخيستنې غونډې پر مهال وويل چې د معلوماتي ټېکنالوجۍ پرمختګ او د برآمداتو زياتوالی د حکومت له مهمو لومړيتوبونو څخه دی. وزيراعظم همداراز ګلګت بلتستان او آزاد کشمير کې د آسان خدمت مرکزونو د ژر فعالولو هدايت هم کړی دی.غونډې ته ويل شوي چې په هېواد کې د کورني انټرنېټ کنکشنونو شمېر په ۲۰۲۴ کال کې ۱۹ لکه و، چې اوس ۵۱ لکو ته رسېدلی دی. همداراز سږکال د پاکستان د آئي ټي برآمدات د څلور اعشاريه شپږ اربه ډالرو پورې رسېدو امکان څرګند شوی دی.وزيراعظم ته دا هم وويل شول چې په اسلام آباد کې سرکاري سکولونو او روغتيايي مرکزونو ته فائبر کنکټيويټي ورکړل شوې او په ښار کې د فري انټرنېټ هاټ سپاټس پروژه وروستي پړاو ته رسېدلې ده.