مقامی ۱۳ مئی ۲۰۲۶

ډيجيټل ميډيا پاليسي د سيمه ييزو اخبارونو اقتصادي وژنه ده، ټرانسپورټرز اتحاد

کوټه (وېب نيوز نوې ژوند کوټه) د آل بلوچستان ګرېنډ ټرانسپورټرز اتحاد مشرانو د صوبايي حکومت له لوري د مجوزه ډيجيټل ميډيا پاليسۍ په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړې او د هغې د سمدستي بېرته اخيستلو غوښتنه يې کړې ده.د اتحاد مشرانو حاجي مير حکمت لهړي، وحيد خان کاکړ، مير دولت خان لهړي، حاجي حبيب الله بادېزي، حاجي عبدالقادر رئيساني، عبدالباري مشواڼي او نورو په ګډ بيان کې ويلي چې د بلوچستان سيمه ييزو اخبارونو او علاقايي ميډيا د محدودو وسايلو باوجود د ولسي ستونزو په راپورته کولو او د حکومت او ولس ترمنځ د رابطې په ټينګښت کې مهم کردار ادا کړی دی.هغوی وويل چې د ډيجيټل ميډيا پاليسۍ نافذېدو سره به واړه او سيمه ييز اخبارونه له سخت مالي بحران سره مخ شي او د ګڼو ادارو د بندېدو خطر به رامنځته شي. بيان کې زياته شوې چې بلوچستان له وړاندې نه د غربت، بې روزګارۍ او اقتصادي ستونزو ښکار دی او د سيمه ييزې ميډيا سره تړلو سلګونو خبريالانو، کمپوزرانو او نورو کارکوونکو روزګار له خطر سره مخ کول مناسب اقدام نه دی.د اتحاد مشرانو له او اړوندو چارواکو غوښتنه کړې چې په دغه پاليسۍ دې بيا کتنه وشي او سمدستي دې بېرته واخيستل شي.