مقامی ۱۴ مئی ۲۰۲۶

بلوچستان اسمبلۍ: د ترهګرو تنظیمونو نوم اخيستلو سره واضح دریځ ضروري دی، ضیاالله لانګو

کوټه (نوې ژوند وېب نیوز) د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو د اسمبلۍ په غونډه کې وینا کړې او ویلي یې دي چې د ترهګرۍ پر ضد باید واضح او بې له وېرې پالیسي خپله شي او اوس د دې خبرې وخت تېر شوی چې د چا د خوښۍ لپاره “نیمه ادھر نیمه ادھر” پالیسي وکارول شي، هغه وویل چې سیاسي مشران باید د وېرې پرته د ترهګرو تنظیمونو نومونه واخلي او د هغوی غندنه وکړي، او زیاته یې کړه چې هغه عناصر چې د پاکستان آئین مني حکومت ورسره د خبرو اترو لپاره چمتو دی، خو کوم کسان چې آئین نه مني د هغوی پر ضد د ریاست جګړه روانه ده، وزیر داخلہ وویل چې امنیتي ځواکونه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات جاري ساتي او د اسمبلۍ غړو او وزیرانو د خوندیتوب لپاره ټول لازم اقدامات شوي دي، او دا یې هم وویل چې د ترهګرو پر ضد د حکومت اقدام باندې بې ځایه نیوکې د افسوس وړ دي او د دې ستونزې د ختمولو لپاره د ټولو سیاسي قوتونو او ادارو یو موټی کېدل ضروري دي.