کوټه (نوې ژوند وېب نیوز) د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې د صوبې د انتظامي او امنیتي نظام د ښه والي لپاره درې مهم مسودې قوانین په متفقه توګه منظور شول، په غونډه کې د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو “بلوچستان لیویز فورس ترمیمي مسوده قانون 2026” او “بلوچستان جیلونو او بندیانو د اصلاحاتي خدمتونو مسوده قانون 2026” ایوان ته وړاندې کړل چې له بحث وروسته منظور شول، حکومت وویل چې د دې قوانینو هدف د جیلونو نظام عصري کول او د بندیانو د بیا رغونې عمل ښه کول دي، همدارنګه د ایکسائز او ټیکسیشن له لوري “بلوچستان کنټرول منشیات مسوده قانون 2026” هم وړاندې شو چې د رکن اسمبلۍ علي مدد جتک راپور وړاندې کولو وروسته منظور شو، او په پای کې د اسمبلۍ سپیکر د غونډې د نامعلومې مودې لپاره د ځنډ اعلان وکړ.
