کوټه (نوې ژوند وېب نیوز) جمعیت علماء اسلام نظریاتي پاکستان مرکزي او صوبایي مشرانو مولانا عبدالقادر لوني، سرپرست اعلا مولانا ډاکټر شمس الهدی او مرکزي جنرل سیکرټر مفتي شفیع الدین په ګډ بیان کې حکومت ته خبرداری ورکړی چې د امریکا د خوښۍ لپاره دې له افغانستان سره وروڼو اړیکو ته زیان نه رسوي، هغوی د دفاع وزیر خواجه آصف وروستي څرګندونې غیرمسؤلانه بللي او ویلي یې دي چې دا ډول منفي بیانیه په سیمه کې حالات نور هم خرابوي، د دوی په وینا پاکستان او افغانستان د عقیدې، تاریخ، کلتور او وینې رشتو په ژورو اړیکو تړلي دي او باید دا اړیکې د ناسمې پالیسۍ قرباني نه شي، مشرانو وویل چې د ترهګرۍ پېښې غندي خو د سولې او پرمختګ یوازینی لاره خپلواکه خارجي پالیسي او د پارلمان آزاد تصمیمونه دي او زیاته یې کړه چې د فارم ۴۷ حکومت د ولسي واک نه محروم دی نو باید ټول سیاسي ګوندونه په اعتماد کې واخلي تر څو د مذاکراتو له لارې ستونزې حل شي.
