مقامی ۱۴ مئی ۲۰۲۶

د بلوچستان اسمبلۍ غونډه: امن و امان، تښتونې، د لک پاس اور لګل شوي اور اور پراخه بحث، مهمې پرېکړې منظورې شوې

کوټه (نوې ژوند وېب نیوز) د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې د صوبې د امن و امان خراب وضعیت، ترهګري، د خلکو تښتونې پېښې، د لک پاس کسټم وئیر هاوس اورلګېدنه، د پرمختیایي فنډونو ویش او د سرحدي تجارت په ګډون پر بېلابېلو مهمو عوامي مسایلو تود بحث وشو او څو قراردادونه هم په متفقه توګه منظور شول، غونډه د سپیکر عبدالخالق اچکزئي په مشرۍ د یو ساعت او لس دقیقو په ځنډ پیل شوه، د غونډې په پیل کې د بارخان د شهیدو څلور امنیتي سرتېرو لپاره فاتحه خواني وشوه، صوبایي وزیر داخله میر ضیاالله لانګو وویل چې حکومت ټولو اسمبلۍ غړو ته شپږ او وزیرانو ته اته امنیتي سکیورټي ګارډز ورکړي او امنیتي ځواکونه د ترهګرو پر ضد عملیات کوي، هغه زیاته کړه چې له آئین سره سم خبرې کوونکو سره د خبرو دروازې خلاصې دي خو د ریاست خلاف کسانو پر ضد به اقدام کېږي، د اپوزیشن او حکومت غړو د امن و امان پر خراب وضعیت اندېښنه وښوده، صادق عمراني وویل چې په صوبه کې د کورنۍ جګړې په څېر وضعیت جوړ شوی او خلک ناامنه دي، پخواني وزیراعلی ډاکټر عبدالمالک بلوڅ د لک پاس کسټم وئیر هاوس د اورلګېدنې غندنه وکړه او د پېښې د بې پرې پلټنې غوښتنه یې وکړه، په غونډه کې د راحیله حمید دراني لخوا د سپیکر د نه اجازه ورکولو پر ضد علامتي واک آوټ هم وشو خو وروسته بیرته ایوان ته راستانه شوه، ایوان کې د مختلفو توجو دلا نوټسونو او قراردادونو له منظورۍ وروسته سپیکر د ګورنر بلوچستان د حکم له مخې غونډه نامعلومې مودې لپاره وځنډوله.