کوټه (نوې ژوند وېب نیوز) د بلوچستان د ضلع بارخان د چمالانګ (نوشام) په سیمه کې د ترهګرو پر ضد د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په عملیاتو کې د وطن لپاره د شهادت جام څښونکي میجر توصیف احمد بټي او څلورو نورو زړورو سرتېرو جنازه په لورالايي کې ادا شوه، چې پکې لوړ پوړي پوځي او ملکي چارواکو او د امنیتي ځواکونو ګڼ شمېر سرتېرو ګډون وکړ او د شهدا د درجو د لوړوالي لپاره دعاګانې وشوې، وروسته د شهدا مړي د بشپړ پوځي اعزاز سره خپلو پلرنيو سیمو ته ولېږدول شول، چیرې چې به یې خاورو ته وسپارل شي، او چارواکو په دې موقع ټینګار وکړ چې د دې سترې قربانۍ به هېڅکله ضایع نه شي او د ترهګرۍ د بشپړ ختمېدو پورې به عملیات دوام ولري.
