اسلام آباد (وېب نیوز) د اسلام آباد چیمبر آف کامرس اینډ انډسټري مشر سردار طاهر محمود ویلي چې په هېواد کې د سوداګرۍ اسانتیا د ښه کولو، د طرزالعمل خنډونو د لرې کولو او اقتصادي فعالیتونو د چټکتیا لپاره ریګولیټري اصلاحات حتمي اړتیا ده. هغه وویل چې د پانګوالو باور د بیا بحالۍ لپاره د پالیسیو ثبات، د پروسو ساده کول او د ډیجیټل ګورننس وده خورا مهمه ده. دا خبرې نوموړي په چیمبر هاوس کې د سوداګرو یوې ډلې سره د لیدنې پر مهال وکړې.هغه له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د سوداګرۍ لپاره اسانتیا رامنځته کوونکې اصلاحات عملي کړي او ون ونډو آپریشن نور هم پیاوړی کړي څو د پانګونې بهیر اسانه شي. د چیمبر سینیر نائب صدر طاهر ایوب وویل چې خصوصي سکتور د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې لا اغېزمن رول لوبولی شي که ورته شفاف او مؤثر ریګولیټري نظام برابر شي. هغه د غیر ضروري معایناتو د کمولو، د ټیکس شبکې د پراخولو او د سوداګریزو ستونزو د ژر حل غوښتنه وکړه. نائب صدر محمد عرفان چودري وویل چې د کاروبار آسانه چاپېریال نن سبا په نړیواله کچه د پانګونې او صنعتي پرمختګ لپاره بنسټیز اهمیت لري، نو پاکستان ته پکار ده چې عصري ریګولیټري اصلاحاتو او ډیجیټلائزیشن ته وده ورکړي. د چیمبر مشرتابه دا ژمنه هم وکړه چې سوداګري ټولنه به له حکومت سره په ګډه د داسې اصلاحاتو ملاتړ کوي چې د پانګونې، صادراتو او دوامداره اقتصادي ودې سبب شي.
