اسلام آباد (نوې ژوند وېب نیوز) د پټرولیم وفاقي وزیر علي پرویز ملک د قطر له سفیر علي بن مبارک الخاطر سره د پټرولیم ډویژن په دفتر کې لیدنه کړې چې پکې د LNG د رسد، د انرژۍ په سکټور کې د همکارۍ او ستراتیژیکو ذخایرو په اړه خبرې وشوې، په دې موقع وفاقي وزیر د قطر له لوري پاکستان ته پر وخت د LNG کښتیو د رسولو مننه وکړه او وویل چې د هرمز تنګي د فشار او د اوړي په موسم کې د برېښنا د اړتیا زیاتېدو له امله د پاکستان لپاره د قطر همکاري ډېره مهمه ده، هغه زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو وروڼه اړیکې نورې هم پیاوړې شوې دي او پاکستان به د قطر سره د دوامدارې LNG رسد لپاره نږدې همکاري جاري وساتي، وفاقي وزیر وویل چې د قطر د انرژۍ وزیر سره یې په دوامداره اړیکه کې پاتې شوی او د دوو LNG کارګو د بریالي رسېدو لړۍ یې یقيني کړې، په دې موقع قطري سفیر هم د پاکستان لپاره د قطر د بشپړ ملاتړ څرګندونه وکړه او وویل چې د دواړو هېوادونو مشرتابه قوي اړیکې د دې همکاریو بنسټ دی، او دواړو خواوو د انرژۍ په برخه کې د همکاریو د لا پراختیا او د دوامدارو رسدونو د یقیني کولو لپاره د ګډ کار ژمنه وکړه.
