مقامی ۱۴ مئی ۲۰۲۶

د ګوادر پوهنتون د وائس چانسلر او پرو وائس چانسلر د ورکېدو پېښه: امنیتي ادارې متحرک، د موندنې هڅې روانې دي

کوټه (نوې ژوند وېب نیوز) د بلوچستان د کورنیو چارو لپاره د حکومت مرستیال بابر یوسفزي د ګوادر پوهنتون د وائس چانسلر او پرو وائس چانسلر د مستونګ په خوا کې د ورکېدو پر پېښه د اندېښنې څرګندونه کړې او ویلي یې دي چې حکومت دغه موضوع په جدي توګه څېړي، د هغه په وینا یاد لوړپوړي تعلیمي چارواکي له ګوادر څخه کوټې ته د سفر پر مهال د مستونګ په سیمه کې له اړیکې پرې شوي، وروسته یې د موبایل ټیلیفونونه هم بند شوي دي، امنیتي ادارې او ضلعي انتظامیه په ګډه د هغوی د خوندي موندنې لپاره پراخې هڅې کوي او ټول اړوند ادارې په بشپړ ډول فعال شوي دي، حکومت ویلي چې د پېښې هر اړخیزه څېړنه روانه ده او د ټیلیفون د لوکیشن ټریس کولو او نورو تخنیکي وسایلو له لارې هم مرسته اخیستل کېږي، او ژمنه یې کړې چې د ورکو شوو استادانو ژر تر ژره موندنه به یقيني کوي.