کوټه (نوې ژوند وېب نیوز) د بلوچستان اسمبلۍ د ایکسائز او اینټي نارکوټکس قائمې کمېټې غونډه د چیئرمېن زمری خان اچکزئي په مشرۍ د اسمبلۍ په کمېټه روم کې ترسره شوه، په غونډه کې د اسمبلۍ غړو محمد خان لہړي، مولوي نورالله، صفیه بي بي او د اړوندو ادارو لوړپوړو چارواکو ګډون وکړ، غونډې ته د “بلوچستان کنټرول منشیات (نشې مواد) بل 2026” په اړه تفصیلي بریفنګ ورکړل شو او په صوبه کې د نشه يي موادو د مخنیوي لپاره د قانوني چوکاټ جاج واخیستل شو، چارواکو وویل چې د اتلسم ترمیم وروسته دا څانګه صوبو ته منتقل شوې او په ایکسائز محکمه کې کانټر نارکوټکس وینګ جوړ شوی او په ټولو ډویژنل مرکزونو کې د کنټرول سټیشنونو جوړولو پلان هم روان دی، چیئرمېن زمری خان اچکزئي وویل چې نشه يي مواد زموږ ځوان نسل تباه کوي او د دې ناسور د ختمولو لپاره باید قانون په بېطرفه ډول عملي شي، هغه زیاته کړه چې د نشه يي موادو د پلورونکو پر ضد باید سخت عملیات وشي او والدین، استادان او علماء کرام دې په ګډه د ټولنې په اصلاح کې خپل رول ولوبوي، غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې د قوي قانون جوړونې له لارې به د نشه يي موادو پیداوار، قاچاق او توزیع په بشپړ ډول له منځه وړل کېږي.
