اسلام آباد (نوې ژوند وېب نیوز) وزیر اعظم محمد شهباز شریف د هېواد د اټومي ځواک جوړولو ټولو اتلانو ته د عقیدت او درناوي څرګندونه کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان اټومي ځواک د تل لپاره زموږ دفاعي اثاثه ده، هغه د وفاقي کابینې غونډې ته په وینا کې وویل چې د مې په ۱۰مه نېټه ټول ملت د “معرکه حق” د یادګار ورځ په شانداره توګه ونمانځله او الله تعالی پاکستان ته په خپل فضل او کرم سره هغه بری او عزت ورکړ چې د ملي یووالي نتیجه وه، وزیر اعظم وویل چې د پاکستان اټومي پروګرام دفاعي هدف لري نه د جارحیت لپاره، او نړۍ اوس پاکستان د یو مسؤل اټومي ځواک په توګه پېژني، هغه د دې پروګرام د جوړولو لپاره د ذوالفقار علي بوټو، میاند نواز شریف، ساینسپوهانو، سیاستوالو او ادارو هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې اوس د هېواد هدف اقتصادي پیاوړتیا ده، هغه د ترهګرۍ پر ضد قربانیو ته هم درناوی وړاندې کړ او د شهید لیاقت یاد یې وکړ، او ویې ویل چې د پاکستان پوځ او امنیتي ادارو قربانۍ د نړۍ په تاریخ کې بې ساري دي.
