اسلامآباد (روزنامہ نوې ژوند پښتو کوټه): د هند د استخباراتي ادارې را پخواني مشر اې ایس دولت په یوه مرکه کې ویلي چې دا د هند غلط فهمي ده چې پاکستان به ټوټې شي، او پاکستان هېڅکله نه شي ماتېدلی، هغه ویلي چې هند له لومړۍ ورځې راهیسې هڅه کړې پاکستان په نړیواله کچه منزوي کړي، خو په دې کې ناکام پاتې شوی، د هغه په وینا په اوسنیو حالاتو کې هند پخپله د سفارتي انزوا پر لور روان دی، هغه زیاته کړې چې پاکستان په نړیواله کچه متوازن او فعال سفارتي رول لوبولی او د هېواد د لوړپوړو نظامي مشرانو رول هم په نړیوالو محافلو کې زیات ارزول کېږي، شنونکي وایي چې دا څرګندونې د هند د ناکامو پالیسو انعکاس دی.
