پاکستان ۱۵ مئی ۲۰۲۶

پاکستان د امریکا لپاره د مستقیمو پروازونو بیا پیل هڅې ګړندۍ کړې

اسلام‌آباد (روزنامہ نوې ژوند پښتو کوټه): د کورنیو چارو وزارت په بیان کې ویل شوي چې وفاقي وزیر محسن نقوي په اسلام‌آباد کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او مرکزي اسیا چارو اسسټنټ سیکرټري پال کپور سره لیدنه کړې، چې پکې د پاکستان او امریکا ترمنځ د اړیکو، امنیت، ترهګرۍ ضد مبارزې او نشه‌يي موادو د مخنیوي په برخو کې د همکارۍ پر زیاتولو ټینګار وشو، په دې غونډه کې د پاکستان انټرنیشنل ایرلاین (PIA) د امریکا لپاره د مستقیمو پروازونو د ژر بیا پیلولو موضوع هم وڅېړل شوه، امریکايي چارواکي د سیمه‌ییز امن لپاره د پاکستان رول وستایه، او همداراز د ایران او امریکا ترمنځ وروستیو تاوتریخوالو او د منځني ختیځ وضعیت په اړه هم خبرې وشوې، پاکستاني چارواکو هیله څرګنده کړه چې د الوتنو د بندیز له لیرې کېدو وروسته به د FAA د ارزونو په رڼا کې د PIA پروازونه بیا پیل شي.