لوبي ۱۵ مئی ۲۰۲۶

پاکستان ویمنز کرکټ ټیم د زمبابوې خلاف کلین سوئپ بشپړ کړ

کراچۍ (روزنامہ نوې ژوند پښتو کوټه): د پاکستان ویمنز کرکټ ټیم په درېیم او وروستي T20 میچ کې زمبابوې ویمنز ټیم ته د ۱۳۳ رنز په لوی توپیر ماتې ورکړه او د درې میچونو سیریز یې په بشپړ کلین سوئپ سره پای ته ورساوه، په کراچۍ کې په دې سیالۍ کې پاکستان لومړی بیټنګ وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د ۴ ویکټو په زیان ۲۲۳ رنز جوړ کړل، چې پکې کپتان فاطمه ثناء یوازې په ۱۵ بالونو ففټي وهلې او په T20 فارمیټ کې یې نوی نړیوال ریکارډ جوړ کړ، په ځواب کې زمبابوې ټیم د ۲۲۴ رنز هدف په تعقیب کې یوازې ۹۰ رنز جوړ کړل او په ۱۸ اوورونو کې ټول لوبغاړي اوټ شول، د پاکستان له لوري سعدیه اقبال ۳، نشره سندھو ۲ او نورې لوبغاړې یو-یو ویکټ ترلاسه کړه.