پاکستان ۱۵ مئی ۲۰۲۶

ډي سي له یوې نجلۍ سره د ملاقات غوښتنه کړې وه، د انکار وروسته د پلازې د نړولو او ګواښونو تورونه: ملک عادل بازئی

اسلام آباد (روزنامہ نوې ژوند پشتو کوټه) د قومي اسمبلۍ غړي ملک عادل خان بازئی په قومي اسمبلۍ کې د وینا پر مهال د کوټه پخواني ډپټي کمشنر پر اخلاقي بې‌احتیاطۍ او د واک ناوړه استعمال سخت تورونه لګولي دي. نوموړي وویل چې پخواني ډي سي ورته د یوې نجلۍ موبایل نمبر استولی او له هغه څخه یې د ملاقات غوښتنه کړې وه، او کله چې هغه د دې غوښتنې په اړه پوښتنه وکړه نو ورته ویل شوي چې دغه نجلۍ د هغه “سترې مینه‌واله” ده. ملک عادل بازئي زیاته کړه چې د دې غیر اخلاقي غوښتنې له ردولو وروسته ډي سي د ګواښونو ژبه کارولې او ویلي یې دي چې “ستا پلازه مې نړولې ده، او له تا سره به هم همدا کېږي” او “تاسو به درته وښایم”. نوموړي له ایوانه غوښتنه وکړه چې د دې پېښې بې‌طرفه او شفافه څېړنه دې وشي، څو حقیقتونه مخې ته راشي او که څوک د واک ناوړه استعمال کې ښکېل وي نو قانوني سزا دې ورکړل شي.