کوټه (صداقت انټرنیشنل ويب نيوز) د ذوالحج 1447 هجري سپوږمۍ د ليدو لپاره د مرکزي روئت هلال کميټې مهمه غونډه نن په کراچۍ کې ترسره کېږي، د مذهبي چارو وزارت له مخې دا غونډه به د موسمياتو په دفتر کراچۍ کې وي چې پکې به د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه ترلاسه شوې شهادتونه وڅېړل شي، د سرچينو له مخې که د 17 مۍ 2026 نېټه د ذوالحج سپوږمۍ وليدل شي نو عيدالاضحی به د چارشنبې په ورځ 27 مۍ ولمانځل شي او که سپوږمۍ ونه ليدل شي نو بيا به عيدالاضحی د پنجشنبې په ورځ 28 مۍ 2026 وي، همدارنګه په ټول هېواد کې زونل او ضلعي روئت هلال کميټې هم غونډې کوي ترڅو د سپوږمۍ د ليدو شهادتونه راټول او پرې وروستۍ پرېکړه وشي۔
