پاکستان ۱۶ مئی ۲۰۲۶

د نړۍ په کچه د تېلو بیې لوړې شوې، پاکستان کې تر ۵۶ سلنه زیاتوالی

کوټه (صداقت انټرنیشنل ویب نیوز) د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ وروسته په نړیواله مارکیټ کې د پټرولیم محصولاتو بیې د زیاتوالي رجحان موندلی، په پاکستان کې د پټرول بیه ۵۶ سلنه او د ډیزلو بیه نږدې ۴۸ سلنه لوړه شوې ده، راپورونو له مخې په امریکا کې د ډیزلو بیه ۴۵ سلنه، په فلپاین کې ۴۳ سلنه، په سری لنکا کې ۴۲ سلنه او په اسټرالیا کې ۴۱ سلنه لوړه شوې، همدارنګه په برطانیه کې ۳۴ سلنه او په بنګله دېش کې ۱۵ سلنه زیاتوالی ثبت شوی، په ځینو نورو هېوادونو لکه نیوزیلینډ، متحده عربي اماراتو او ملایزیا کې هم بیې لوړې شوې دي، په داسې حال کې چې هند کې له څلورو کلونو وروسته د پټرولو بیه یوازې جزوي زیاتوالی ښيي۔