پاکستان ۱۶ مئی ۲۰۲۶

پي ټي آی حکومت کې سخت فشار و، اصلاحات مې نه شو عملي کولی: شبر زیدي

کوټه (صداقت انټرنیشنل ویب نیوز) د ایف بي آر پخواني مشر شبر زیدي ویلي چې د پي ټي آی حکومت پر مهال هغه له سخت فشار سره مخ و او هغه اصلاحات چې غوښتل یې عملي کړي، په عملي ډول نه شول پلي کېدای، نوموړي په یوه ټي وي پروګرام کې ویلي چې هغه د جایدادونو د ارزښت اصلاح، د سوداګرو رجسټریشن او د بانکي راکړې ورکړې د ټیکس سیسټم سره تړلو هڅې کړې وې، خو په ایف بي آر کې د 10 تر 15 زرو اضافي کارکوونکو د کمولو وړاندیز هم عملي نه شو، شبر زیدي زیاته کړه چې د باني پي ټي آی نظر دا و چې نظام دې خراب پاتې شي او په پاکستان کې هر څوک چې د اصلاحاتو هڅه کوي، له څو میاشتو وروسته له نظامه بهر کړل شي، هغه وویل چې اصلي ستونزه د ټیکس کم وصولي ده او موجوده نظام کې امیر طبقه ګټه اخلي، نو ځکه ریښتینې اصلاحات نه شي عملي کېدای۔