پاکستان ۱۷ مئی ۲۰۲۶

د هند د پوځ د مشر بیان غیر مسوولانه دی، وفاقي وزیر عبدالعلیم خان

اسلام آباد: د مواصلاتو وفاقي وزیر عبدالعلیم خان ویلي چې د هند د پوځ د مشر وروستۍ څرګندونې د نوي ډیلي غیر سنجیده او بې‌موقعه رویه ښيي، هغه وویل چې پاکستان یو اټومي هېواد دی او د سیمې له جغرافیې نه نشي ایستل کېدای، وفاقي وزیر زیاته کړه چې د پاکستان پر ضد هر ډول ماجراجویي به سخت او عبرتناک انجام ولري، او پاکستان د خپلې خاورې دفاع لپاره بشپړ چمتو دی، هغه وویل چې هند باید د تاوتریخوالي پر ځای د سولې او همکارۍ لاره غوره کړي او د سیمې د ثبات لپاره مثبت رول ولوبوي۔