پاکستان ۱۷ مئی ۲۰۲۶

د پخواني ګورنر پنجاب لطیف کھوسه د زوی په کور ډزې شوې

لاهور: د پخواني ګورنر پنجاب لطیف کھوسه د زوی بلخ شیر کھوسه په کور ډزو شوې پېښه رامنځته شوې ده، نوموړي په ډیفنس تاڼه کې د مقدمې درج کولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې نامعلومو موټرسایکل سپرو کسانو د هغه پر کور ډزې کړي او د داخلېدو هڅه یې هم کړې، هغه ویلي چې په 2023 کې هم ورته برید شوی و چې پکې ټپي شوی و او د ځان لپاره یې د خوندیتوب غوښتنه کړې، پولیسو ویلي چې مقدمې د درج کېدو وروسته پلټنې پیل کېږي۔