اسلام آباد: د ولسمشر د ویاند ویلي چې هند ته باید دا پرېکړه کول پاتې وي چې آیا غواړي خپله اوسنی جغرافیایي حیثیت وساتي که نه، ځکه که هغه د خپلو ګاونډیو هېوادونو سره شخړې جاري وساتي او د خپلو مذهبي او قومي اقلیتونو پر ضد فشار زیات کړي نو داسې ورځ لرې نه ده چې له سختو پایلو سره مخ شي، هغه په ایکس (پخواني ټویټر) لیکلي چې هند باید پاکستان ته د تاریخ درس ورکول بند کړي، ځکه د پاکستان تاریخ د موهنجوداړو، مهرګړ او ټکسلا په څېر لرغونو تمدنونو پورې تړلی دی او هېواد روښانه راتلونکی لري، په داسې حال کې چې د هند اوسني سیاستونه ښيي چې هغوی په ماضي کې بند پاتې دي او د راتلونکي اړتیاوې له پامه غورځوي۔
