پاکستان ۱۷ مئی ۲۰۲۶

پاکستان کې د اقلیم بدلون له خطرونو سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو سره نوې حکمت عملي پیل شوه

اسلام آباد: وفاقي حکومت او د ملګرو ملتونو یو اړوند ادارې په ګډه د لومړي ځل لپاره د داسې ملي ښاري حکمت عملي د جوړولو مشورتي بهیر پیل کړی چې هدف یې د اقلیم بدلون له زیاتېدونکو خطرونو سره مقابله او ښارونه لا خوندي کول دي، د اقلیم بدلون وزارت ویلي چې په دې غونډه کې وفاقي او صوبایي چارواکو، نړیوالو ادارو او کارپوهانو ګډون کړی و، غونډه کې ټینګار وشو چې د پاکستان ښارونه د سختې تودوخې، سیلابونو او د اوبو کمښت له خطرونو سره مخ دي او د ښاري پلان جوړونې کمزورتیا دا ستونزې لا زیاتې کړې دي، کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د فاضلابو خراب نظام، غیر قانوني ودانۍ او چټکه ښاري پراختیا ښارونه لا زیات زیانمن کړي او د پایداره پرمختګ لپاره چاپېریالي قوانینو او عامه پوهاوي ته اړتیا ده۔