اسلام آباد: په ټول هېواد کې د ډیجیټل تادیاتو نظام په چټکۍ سره وده کوي، ځکه چې ځوانان او عام خلک ورځ تر بلې له نقدي پیسو څخه ډیجیټل طریقو ته مخه کوي، د سمارټ فونونو، موبایل بکسونو او بینکینګ اپلیکیشنونو اسانه استعمال د مالي عادتونو په بدلولو کې مهم رول لوبوي، اوس په لویو مارکیټونو، مالونو او حتی وړو دکانونو کې هم د کیو آر کوډ او موبایل والټ له لارې تادیات عام شوي دي، کاروونکي وایي چې ډیجیټل تادیات نه یوازې اسانه او چټک دي بلکې د پیسو د خوندي ساتلو غوره لار هم ده، د جاز سی ای او عامر ابراهیم هم د ډیجیټل ایکوسیستم ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د حکومت او خصوصي سکتور همکاري د مالي شمولیت او بېنقده اقتصاد د پراختیا لپاره مهمه ده، چې د QR کوډ سیسټمونه او موبایل والټونه د ورځني مالي چارو مهمه برخه ګرځېدلې ده۔
