لوبي ۱۹ مئی ۲۰۲۶

د پی سی بي مشر محسن نقوي د هند سفر په اړه مهم پرېکړه روانه اوونۍ کې متوقع

لاهور (ورځپاڼه نوی ژوند)د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) چیئرمین محسن نقوي د هند د سفر او هلته د نړیوال کرکټ شورا (آی سي سي) په غونډه او د آی پي ایل فاینل کې د ګډون په اړه مهمه پرېکړه روانه اوونۍ کې کېدونکې ده. د سرچینو له مخې د وزیراعظم شهباز شریف او محسن نقوي ترمنځ په اسلام آباد کې د لیدنې امکان شته، چې دا ملاقات به د هغه له ایران څخه د ستنېدو وروسته ترسره شي. په دې ملاقات کې به محسن نقوي د آی سي سي له خوا د بورډ غونډې او د آی پي ایل فاینل د لیدلو رسمي بلنې په اړه خبرې وکړي. یادونه شوې چې د آی سي سي بورډ غونډه د مې په ۳۰ او ۳۱ مه نېټه د هند په احمدآباد ښار کې ټاکل شوې ده، او آی سي سي محسن نقوي ته د مې په ۳۱ مه د آی پي ایل فاینل د نندارې لپاره حضوري بلنه ورکړې ده. د سرچینو په وینا هند ته د سفر او په دې غونډو کې د ګډون پرېکړه به د وزیراعظم شهباز شریف له منظورۍ سره مشروطه وي، او وروستۍ پرېکړه به د دواړو مشرانو د مشورې وروسته وشي.