کوټه (نوی ژوند کوټه) بنګله دېش د دوهم ټیسټ لوبه کې هم پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د دوو میچونو سیریز 0-2 په خپل نوم کړ.په سیلهټ کې د 437 منډو هدف په تعقیب کې د پاکستان ټوله لوبډله 358 منډو باندې اوټ شوه او د 78 منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.د پاکستان له لوري محمد رضوان 94 منډې وکړې، خو د ټیم نور مهم لوبغاړي ونه توانېدل چې هدف ته ورسېږي. بنګله دېش له غوره توپ اچونې سره لوبه کنټرول کړه او سیریز یې په بشپړ ډول وګاټه.
